ازبکستان د افغانستان لۀ لارې پاکستان ته د رېل پټلۍ د ژر جوړولو غوښتنه کړې ده

د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړي دغه څرګندونې پرون د ترکیې او آذربایجان له چارواکو سره په کتنه کې کړي دي. تیره اوونۍ د ا.ا د حکومت چارواکو تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د ازبکستان له چارواکو سره د اورګاډي د دغې پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
(2022 / 8 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادیمیر نوروف وایي، د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ باید ژر جوړه شي ځکه د نوموړي په خبره دغه پروژه د سیمې لپاره ډېره مهمه ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړي دغه څرګندونې پرون د ترکیې او آذربایجان له چارواکو سره په کتنه کې کړي دي. تیره اوونۍ د ا.ا د حکومت چارواکو تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د ازبکستان له چارواکو سره د اورګاډي د دغې پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د اورګاډي د پټلۍ دغه لویه پروژه، د ازبکستان ترمز ښار له مزارشریف، کابل، جلال آباد او پېښور سره نښلوي.