چین امریکا ته خبرداری ورکړی چې اور دې لوبې ونکړي 

0
156

چین امریکا ته خبرداری ورکړی چې اور دې لوبې ونکړي 

له دې سره جوخت چین په سیمه کې د پراخو پوځي تمریناتو د پیل خبره کړې ده او ویل کېږي چې همدا نن هم شاوخوا شل جنګي نظامي الوتکې د ټایوان اسمان ته ننوتې دي او مانورونه یې ترسره کړي‌ دي.

 

(2022 / 8 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

چین د پلوسي د سفر په تړاو یو ځل بیا امریکا ته خبرداری ورکړی دی.

د چین ددفاع وزارت ویلي‌ چې امریکا په اور لوبې کوي‌ او په اور لوبې کوونکي به ایره شي.

د چینايي‌ چارواکو په خبره دوی ټایوان خپله خاوره بولي او د واحد چین په تګلاره کې شامل دی خو د امریکا دغه ډول غیر مسوولانه اقدامات به دغه هېواد ته په ګرانه بیه تمام شي.

له دې سره جوخت چین په سیمه کې د پراخو پوځي تمریناتو د پیل خبره کړې ده او ویل کېږي چې همدا نن هم شاوخوا شل جنګي نظامي الوتکې د ټایوان اسمان ته ننوتې دي او مانورونه یې ترسره کړي‌ دي.

Leave a reply