امریکا وایي افغانستان د ترهګرو لپاره امن پټنځای نه دی

0
193

امریکا وایي افغانستان د ترهګرو لپاره امن پټنځای نه دی

جان کربي‌ وایي‌ له نړۍ سره اړیکې ددې اړتیا لري چې د دوحې هوکړه عملي شي‌ او د اوسني حکومت چارواکي د نړیوالې ټولنې اصولو او قوانینو ته درناوی وکړي.

 

(2022 / 8 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي افغانستان د ترهګرو لپاره امن پټنځای نه دی.

د امریکا د ملي‌امنیت شورا ویاند جان کربي په یوه خبري‌ کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی په کابل کې پر الظواهري برید وکړ او دا یې ثابته کړه چې افغانستان د هغو لپاره امن ځای نه دی چې د امریکا ګټو ته زیان رسوي.

هغه همدا راز ویلي‌ چې طالبان غواړي په افغانستان کې حکومت وکړي،‌ د نړیوالې ټولنې ملاتړ ولري،‌ مالي‌ مرستې ورسره وشي نو ددې هر څه لپاره اړینه ده چې د نړیوالې ټولنې شرطونه هم ومني.

جان کربي‌ وایي‌ له نړۍ سره اړیکې ددې اړتیا لري چې د دوحې هوکړه عملي شي‌ او د اوسني حکومت چارواکي د نړیوالې ټولنې اصولو او قوانینو ته درناوی وکړي.

Leave a reply