امریکا؛ واشنګټن کې د ډزو لۀ امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

امریکا؛ واشنګټن کې د ډزو لۀ امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده
په امريکا کې روان کال د وسله وال تاوتريخوالي پېښې خورا ډيرې شوې او د خپرو شويو ارقامو پر بنسټ، له تېرو اوو مياشتو راهيسې پکې د ټوليز وسله وال تاوتريخوالي ۳۸۵ پېښې ثبت شوې دي.
(2022 / 8 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امريکا په واشنګټن ډي سي کې د ډزو له کبله شپږ تنه ژوبل شوي چې د ځينو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی دی.
رسنيو په راپورونو کې ويلي چې پېښه په ځايي وخت د دوشنبې په ماښام د ډي سي په شمال ختيځ کې شوې ده. د واشنګټن د ښاروالۍ شورا يوه غړي چالز آلن ويلي چې پېښه په عام سړک شوې چې له کبله يې شپږ تنه ژوبل شوي دي.
هغه دې پېښې ته د بوږنوونکي وسله وال تاوتريخوالي نوم اخيستی او ويلي يې دي چې له کبله يې ښايي د څو کورنيو غړي له روغتونونو بېرته کورونو ته ستانه نه شي.
په امريکا کې روان کال د وسله وال تاوتريخوالي پېښې خورا ډيرې شوې او د خپرو شويو ارقامو پر بنسټ، له تېرو اوو مياشتو راهيسې پکې د ټوليز وسله وال تاوتريخوالي ۳۸۵ پېښې ثبت شوې دي.
د ټوليز وسله وال تاوتريخوالي پېښې هغو بريدونو ته ويل کيږي چې زيانمن يې له دريو ډير وي.





