نړۍ دې په تحصیلي برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي

نړۍ دې په تحصیلي برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي
خیرخواه په دې لیدنه کې په هېواد کې د روان تحصیلي بهیر په اړه د یاد انستیتوت له استازي سره خبرې کړې دي او زیاته کړې یې د چې په تېرو شلو کلونو کې ټول تمرکز پر جګړه او لوړو زده کړو ته کمه پاملرنه شوې ده.
(2022 / 8 / 3 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړۍ دې په تحصیلي برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ډاکټر لطف الله خیر خواه د اروپا د سولې انستیتوت له استازي سره په کابل کې لیدلي دي.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د لوړو زده کړو پر روان بهیر او شته ستونزو خبرې شوې دي.
خیرخواه په دې لیدنه کې په هېواد کې د روان تحصیلي بهیر په اړه د یاد انستیتوت له استازي سره خبرې کړې دي او زیاته کړې یې د چې په تېرو شلو کلونو کې ټول تمرکز پر جګړه او لوړو زده کړو ته کمه پاملرنه شوې ده.
نوموړي ویلي اوس ددې وخت دی چې نړۍ د لوړو زده کړو په برخه کې د افغانستان او افغانانو لاسنیوی وکړي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.
اروپايي لوري هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د لوړو زده کړو د روان بهیر ستاینه کوي او په دې برخه کې مرستو ته تیار دي.