پی ټي آیی د ټاکنو کمیشن پریکړه په عدالت کښې د چیلنج کولو پریکړه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
پي ټي آئي د اليکشن کميشن د فيصلې خلاف اسلام آباد هائي کورټ ته د رجوع کولو فيصله کړي ده۔
د پي ټي ائي مشر اسد عمر وايي په دوه درې ورځو کې به د اليکشن کميشن د پريکړې خلاف اسلام آباد هائي کورټ کښې درخواست دائر کړي۔
ه ووئيل د الېكشن كمېشن د پرېكړې په ضد به اسلام آباد هائي كورټ كښې دوه درخواستونه جمع كولې شي۔
د اسد عمر وینا ده چې اسلام آباد هائي کورټ کښې به یو درخواست د توهين عدالت درخواست وي، د توهين عدالت درخواست به د اليکشن کميشن لخوا د سپريم کورټ د فيصلې خلاف ورزي وي او بله درخواست به د سپريم کورټ د فيصلې خلاف ورزي وي۔ د ټاکنو د کمیسیون په پریکړه کې د قانوني تېروتنو پر وړاندې به مبارزه وشي.
ياده دې وي چې په کال ٢٠١٤م کې دا کېس د پي ټي ائي د بنسټ ايښودونکي غړي اکبر ايس بابر لخوا په اليکشن کميشن کې درج شوى ؤ چې د ٨ کالو اورېدنې وروستو د دې مقدمې فيصله د ٢٠١٢م د جون په ٢١مه محفوظ کړې شوې وه.
الېکشن کمېشن د پاکستان تحريک انصاف د بهرنۍ منع فنډنګ مقدمې د فيصلې د اورولو په مهال ويلي چې پي ټي ائي ممنوعه فنډونه اخستي، د پریکړه مطابق دا ویل شوي چې ولې د پی ټي آیی د ممنوعه فنډونه ضبط نه شي، په پریکړه کښې ویل شوي چې اليکشن کميشن دفتر دې هم د قانون مطابق پاتې عمل پېل کړي. د فیصلې یوه کاپي وفاقي حکومت ته هم استول شوې ده.






