د ټاکنو کمیشن د پی ټي آیی د منع فنډ اخستو په اړه د پریکړې مهم ټکي

0
155

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د پاکستان تحريک انصاف د بهرني منع فنډنګ مقدمې د فيصلې د اورولو په مهال ويلي چې پي ټي ائي ممنوع فنډنګ اخستې دې.
الېکشن کمېشن د ممنوع فنډز مقدمې فيصله نن سحر لس بجې اوروله ولې څه ځنډ وروسته چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا درې کسيزه بينچ په متفقه توګه فيصله اعلان کړه۔

د پریکړې مهم ټکي
ثابته شوه چې پي ټي آئي منع فنډونه اخستي دي
13 نامعلوم حسابونه راڅرګند شول
د متحده ایالاتو، اسټرالیا او اماراتو څخه مرستې ترلاسه شوې
پي ټي آئي د دې اکاونټونو په اړه څه ویلو کښې پاتې راغلي، یو مهم ټکې ی دا هم دې چې د حسابونو پټول د اساسي قانون له مخې غیر قانوني دي.
د سیاسي ګوندونو د قانون د شپږمې مادې لاندې بهرنۍ مرستې منع دي، د ECP پریکړه.
پي ټي آئي د 34 خارجيانو، 351 کاروبارونو او شرکتونو څخه فنډونه ترلاسه کړل
پي ټي آئي د عارف نقوي د شرکت ووټن کرکټ څخه منع شوي فنډونه اخیستي
د عارف نقوي له شرکت څخه ۲۱ لکه ۲۱ زره او ۵۰۰ ډالره ممنوع فنډ اخیستل شوي دي.
ووټن کرکټ لمیټډ د ابراج ګروپ تر چتر لاندې فعالیت کاوه
د متحده عربي اماراتو د بریسټول انجینري خدماتو شرکت څخه 49 زره 965 ډالر منع فنډ اخیستی.
دا خبره مهمه ده چې د ټاکنې کمیشن د بیان مطابق د سیاسي ګوندونو د قانون د شپږمې مادې له مخې بهرنۍ مرستې منع دي.

Leave a reply