بهرنۍ فنډنګ کیس، د عمران خان څخه د سمدستي استعفی کولو غوښتنه شوې

0
110

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي د منع شوي فنډنګ مقدمې درخواست کونکي اکبر ايس بابر د عمران خان نه د سمدستي استعفئ غوښتنه کړې ده

د اليکشن کميشن د فيصلې نه پس ميډيا سره خبرو کښې اکبر ايس بابر اوويل چې دا مقدمه د سترګو پرده ده، زما خيال دے چې د تحريک انصاف د حکومت د بدلون وخت راغلی دی.
ده غوښتنه وکړه چې عمران خان دې د الېکشن کمېشن له پرېکړې وروسته استعفا ورکړي، پي ټي ايي دې له دې سترې پرېکړې وروسته خپلو نظرياتي کارکنانو ته وسپاري، د عمران خان د استعفا هېڅ دليل نشته.

د فيصلې نه وړاندې د اليکشن کميشن نه بهر ميډيا سره خبرو کښې اکبر ايس بابر وويل دا جګړه د حق او باطل ترمينځ ده او حق به په دې کښې ګټي او که کومه فيصله وي مونږ به سپريم کورټ ته ځو.

ه ووئيل زما په نظر عمران خان آؤټ شوے دے، اوس دا فيصله پاتې ده چې هغه كلين بالډ دے او يا په سليپ كښې آوټ شوے۔

اکبر ایس بابر وویل پوره تمه ده چې فیصله به زما په حق کې وي، اته کاله وړاندې مې دوه رکعته نفل ادا کړ او نن هم دوه رکعته نفل لوستلو وروسته بهر راووتم، الله ته مې د انصاف دعا کړې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې قضیه کې هم دې مقام ته رسیدل لویه خبره ده، زه به تر اخره پورې مبارزه کوم او بریا به د پاکستان وي.

Leave a reply