سعودي عربستان د ایمن الظواهري د وژل کېدو هر کلی کړی دی

سعودي عربستان د ایمن الظواهري د وژل کېدو هر کلی کړی دی
د سعودي د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ د جرړو د ايستلو لپاره د نړيوالو هڅو او همکاريو د همغږۍ پر اهميت ټينګار کړی او د نړۍ له ټولو هېوادونو يې غوښتي چې د ترهګرو ډلو له شره د بېګناه وګړو په خوندي کولو کې يو له بل سره همکاري وکړي.
(2022 / 8 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سعودي د بهرنيو چارو وزارت کابل ښار کې د القاعده شبکې پر مشر ايمن الظواهري د امريکايي ډرون الوتکې د بريد هرکلی کړی دی.
د سعودي د بهرنيو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې الظواهري ته د ترهګرو د رهبر خطاب شوی او زياته کړې یې ده چې نوموړي په امريکا کې په هغه ستر جنايت کې لاس درلود چې د سعودي د ځينو وګړو په ګډون پکې ګڼ شمېر امريکايان ووژل شول.