امریکا او ا.ا یو بل د دوحې تړون نه پۀ سرغړونه تورنوي

0
167

امریکا او ا.ا یو بل د دوحې تړون نه پۀ سرغړونه تورنوي

امريکا تازه اعلان کړی چې د شنبې په ورځ يې په کابل کې د ډرون بريد په پايله کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري وژلی. د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې کابل کې د امريکايي ډرون الوتکې بريد، په هر دليل چې وي، د دوحې له هوکړې سرغړونه ده.

 

(2022 / 8 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امريکا او د افغانستان ا.ا يو بل د دوحې له تړونه په سرغړونو تورن کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي، ط البانو کابل کې د القاعدې مشر ايمن الظواهري ته په پناه ورکولو سره له واشنګټن سره لاسليک کړې د دوحې هوکړه ماته کړې ده. د دوحې د هوکړې پر بنسټ ا.ا له امريکا سره ژمنه کړې وه چې له القاعده سره به اړيکې پرې کوي.

امريکا تازه اعلان کړی چې د شنبې په ورځ يې په کابل کې د ډرون بريد په پايله کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري وژلی. د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې کابل کې د امريکايي ډرون الوتکې بريد، په هر دليل چې وي، د دوحې له هوکړې سرغړونه ده.

په اعلاميه کې بريد په کلکو ټکو غندل شوی او د امریکا، افغانستان او ټولې سيمې د ګټو خلاف عمل بلل شوی دی.

Leave a reply