ملګرو ملتونو په نړۍ کې د اټومي وسلو پر پراختیا اندېښنه ښوودلې ده
ملګرو ملتونو په نړۍ کې د اټومي وسلو پر پراختیا اندېښنه ښوودلې ده
د ده په خبره د اوکراین جګړه او ددې جګړې تودېدل به د اټومي جګړې خطر نور هم ډېر کړي چې له امله یې آسیايي هېوادونو ته جدي خطرونه متوجه دي.
(2022 / 8 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو په نړۍ کې د اټومي وسلو پر پراختیا اندېښنه ښوودلې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې نړۍ د اټومي وسلو له درکه له نابودۍ یو ګام لرې ده.
د ده په خبره د اوکراین جګړه او ددې جګړې تودېدل به د اټومي جګړې خطر نور هم ډېر کړي چې له امله یې آسیايي هېوادونو ته جدي خطرونه متوجه دي.
ملګرو ملتونو د نړۍ پر ځواکمنو هېوادونو غږ وکړ چې نړیوالو هوکړو ته ژمن پاتې شي او د اټومي وسلو د پراختیا مخه ونیسي.