ایران وایي تمه لري چې افغان لوری پر پوله د ناندریو کمولو لپاره هڅه وکړي

ایران وایي تمه لري چې افغان لوری پر پوله د ناندریو کمولو لپاره هڅه وکړي
په هېواد کې د نوي حکومت د راتګ له پيله بیا تر دې دمه څو ځله افغان امنیتي ځواکونو له ایراني لوري سره نښته کړې چې د معلوماتو له مخې په دې نښتو کې مرګ ژوبلې هم اوښتې دي.
(2022 / 8 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وایي تمه لري چې افغان لوری پر پوله د ناندریو کمولو لپاره هڅه وکړي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې د افغان امنیتي ځواکونو او ایراني عسکرو ترمنځ پر پوله شوې نښتې ته اشاره کړې او وایي ددغه ډول پېښو تکرار دواړو لورو ته زیان اړوي.
نوموړي له افغان حکومت غوښتي چې پر پوله روزل شوي او د حدودو په اړه پوهول شوي کسان وګوماري څو په دې توګه ناندرۍ راکمې کړل شي.
په هېواد کې د نوي حکومت د راتګ له پيله بیا تر دې دمه څو ځله افغان امنیتي ځواکونو له ایراني لوري سره نښته کړې چې د معلوماتو له مخې په دې نښتو کې مرګ ژوبلې هم اوښتې دي.






