یو چینايي شرکت افغانستان کې د تېلو او ګازو د استخراج چارې پیلوي 

0
114

یو چینايي شرکت افغانستان کې د تېلو او ګازو د استخراج چارې پیلوي 

سرچينه زياتوي، یاد چينایي شرکت ته د قشقرې د تېلو د استخراج قرارداد سپارل وسپارل شو، چې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت د شل سلنه شراکت په ملتیا به په ګډه سره د قشقرې له څاګانو څخه تېل استخراجوي.

 

(2022 / 8 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

مالیې وزارت وايي، د نفت او ګازو د استخراج چينایي اکسوس کمپنۍ سره د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت د شل سلنه شراکت په ملتیا، د قشقرې له څاګانو څخه د تېلو د استخراج تړون لاسلیک شو.

د یاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نفت او ګازو د استخراج چينایي اکسوس کمپنۍ مشر له مالیې وزیر سره کتلي دي.

سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت سره د یاد چينایي شرکت د ۲۰ سلنه شراکت هوکړه، نهايي شوه او رسماً د مالیې وزیر له لوري یاد قرارداد لاسلیک شو.

سرچينه زياتوي، یاد چينایي شرکت ته د قشقرې د تېلو د استخراج قرارداد سپارل وسپارل شو، چې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت د شل سلنه شراکت په ملتیا به په ګډه سره د قشقرې له څاګانو څخه تېل استخراجوي.

Leave a reply