جو بایډن اعلان کړی چې کابل کې مو د الظواهري پر ضد بریالي عملیات ترسره کړل

0
197

جو بایډن اعلان کړی چې کابل کې مو د الظواهري پر ضد بریالي عملیات ترسره کړل

بایډن دا د امنیتي‌ ادارو لاسته راوړنه بللې ده او تر څنګ یې ټینګار کړی دی چې دغه ډول عملیات به په افغانستان کې ادامه ولري. د بایډن په وینا اجازه نه ورکوي‌ چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز واوړي او نړۍ ته له دې ځایه ګواښونه جوړ شي.

 

(2022 / 8 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي افغانستان کې یې په یوه هوایي برید کې د القاعده شبکې مهم غړی ایمن الظواهري‌ وژلی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال وویل چې له څه مودې راهیسې یې په کابل کې یو هدف په نښه کړی و، خو لس ورځې وړاندې یې د امریکا مرکزي‌ استخباراتي ادارې ته ددغه هدف د ویشتلو امر کړی دی.

د ده په وینا په دې برید کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی دی. بایډن په خپلو خبرو کې وویل چې هغه د امریکا پر ضد پراخو عملیاتو او بریدونو کې لاس درلود او په وینا یې له دې وروسته نشته دی.


بایډن دا د امنیتي‌ ادارو لاسته راوړنه بللې ده او تر څنګ یې ټینګار کړی دی چې دغه ډول عملیات به په افغانستان کې ادامه ولري.

د بایډن په وینا اجازه نه ورکوي‌ چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز واوړي او نړۍ ته له دې ځایه ګواښونه جوړ شي.

Leave a reply