د خیرات پیسې ورکوونکو ته پته هم نه وه چې ددوی پیسې پی ټي آیی ته ورکړل شوي دي: برتانوي خبریال

0
403

باغی ټي وي رپورټ
د فايننشل ټايمز خبريال سايمن کلارک چې د پاکستان د تحريک انصاف د بهرنيو مرستو په اړه يې راپور ورکړی، ويلي دي چې د خيراتي سياليو لپاره د خیرات پیسې ورکوونکي خلک نه پوهېدل چې د دوی پيسې د خيرات پر ځای پي ټي ايي ته ځي. کله چې ما دوی ته د تحریک انصاف په اړه وویل، دوی حیران شول.

برتانوي خبريال سائمن کلارک د جيو نيوز په پروګرام کې له شاهزيب خانزاده سره د خبرو پر مهال ويلي، چې زه کوم ثبوتونه لرم هغه د عارف نقوي د اليکشن کميشن او د تحريک انصاف د دريځ څخه انکار کوي او توپیر لري.
هغه وويل چې دا پيسې په بهر کې ميشتو پاکستانيانو نه دي ورکړي بلکې ١.٣ ميليونه ډالر د ابراج لخوا لېږل شوي، ١.٢ ميليونه ډالر د متحده عربي اماراتو شيخ النهيان هم تحريک انصاف ته لېږلي دي.

د برتانيې خبريال شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې وويل چې د عارف نقوي په ضد يې د سازش ثبوتونه نه دي ليدلي خو په ابراج کې يې د مالي بې نظمۍ ډېر ثبوتونه ليدلي دي.
دا خبره د یادونې ده چې نن په ۱۰ بجې به د ټاکنو کمیشن د پی ټي ایی د بهرني فنډ مقدمې په اړه پریکړه اعلانوي. په اسلام آباد کښې سخت امنیتي ګامونه پورته شوي چې د کومې ناخوښې پیښې مخه ونیول شي.

Leave a reply