بلوچستان کښې د باران او سیلابونو له امله د مړو شمیره ۱۴۹ ته رسیدلې ده

0
264

باغي ټي وي رپورټ
په بلوچستان کې بارانونه که لږ څه کم شوي خو د بارانونو او سېلابونو له امله وګړو ته زیان او د وګړو او ددوی مال او ځان بربادي له هم دوام لري. د ۱۳ نورو کسانو د وژل کېدو پخلی کېدو سره په صوبه کې د بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۹ ته رسېدلی دی.

د قدرتي افتونو د انتظام صوبايي ادارې (PDMA) لخوا په جاري شوي راپور کې ویل شوي چې د بلوچستان په کوئټه، ژوب، پشین ضلعو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د درېیو، مستونګ کې درې، هرنائی کې دوه او واشک کې د یو تن مړینه تایید شوې ده. تر اوسه د مړو شمېر ۱۴۹ او د ټپيانو شمېر ۷۴ دی.

رپورټ ترمخه صوبه کښي د متاثره کورونو مجموعي شميره 13 زره 975 ته رسيدلي ده چي پکښي 3 زره 556 مکمل او 10 زره 429 په جزوي توګه متاثره شوي دي ولي تر اوسه پوري 1 لاکه 98 زره 461 جريبه زراعتي زمکه متاثره شوي ده۔ په صوبه کې 670 کلوميټره سړکونه او 16 پلونه زيانمن شوي او تر 23 زرو زيات څاروي مړه شوي دي.

راپور کې ویل شوي چې تر ټولو زیاتې مرګ ژوبله په کوټه کې ۲۰، پشین کې ۱۵، ژوب کې ۱۳، قلعه سیف الله کې ۱۰، کېچ ۸ او لسبیله کې ۷ کسان وژل شوي دي.

Leave a reply