د پاکستان فوځ چورلکه سسي پنو سیمه کښې رانسکوره شوې

0
106

باغی ټي وي رپورټ
د پوځ یوه چورلکه سیسي پینا ته نژدې نسکوره شوه.

د باغي ټلویزیون د راپور له مخې، له کوټې څخه کراچۍ ته روانه چورلکه د سسي پنو سیمې ته نزدې غورځېدلې ده.

چورلکه د خرابې هوا له امله لوېدلې ده، ځايي پوليسو خبر ورکړی، چې له کوټې څخه کراچۍ ته راروانه چورلکه د سسي پنو په سيمه کې لوېدلې ده، چې په چورلکه کې سپاره پنځه کسان وژل شوي دي، پوليس او د ژغورنې ډلې د پېښې په اړه پلټنې کوي او د پیښې ځای ته ی تګ پیل کړې دې.
دا خبره مهمه ده چې په دې چورلکه کښې کور کمانډر 12 کور ليفټننټ جنرل سرفراز علي، د پاکستان کوسټ ګارډ ډائريکټر جنرل (ډي جي) ميجر جنرل امجد او د 12 قول اردو انجنئير بريګيډير خالد شامل دي.
پائلټ میجر سعید، شریک پیلوټ میجر طلحه او د عملې مشر نائیک مدثر په هلیکوپټر کې سپاره دي.

Leave a reply