‏په کابل ښار د ډرون برید د امريکا لخوا ترسره شوي. ذبيح الله مجاهد

0
53

‏په کابل ښار د ډرون برید په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندوني

 

د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د لومړۍ میاشتې په دوهمه نېټه د کابل ښار په شېرپور سیمه کې په یوه مسکوني کور هوایي برید ترسره شو.

په لومړیو کې د پېښې نوعیت څرګند نشو.

 

‏داسلامي امارت امنیتي او استخباراتي ارګانونو دپېښې پلټنه وکړه او په ابتدائيي تحقیقاتو کې يې دا ومونده چې یاد برید دامریکايي ډرون الوتکو له لوري شوی.

دا برید که په هره پلمه شوی وي دافغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او دبین المللي اصولو او ددوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.

 

‏دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.

دداسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند

Leave a reply