باغي ټي وي رپورټ
د سرچینو مطابق د پاکستان فوځ یوه چورلکه چې د اوتهل بلوچستان څخه کراچۍ ته راتلله په لار کښې لادرکه شوې ده .
دا خبره مهمه ده چې په دې چورلکه کښې د بلوچستان کورکمانډر او نور مهم شخصیتونه موجود وو.
ډي جي آئي ايس پي آر ميجر جنرل بابر افتخار په يو ټويټ کې وئيلي دي چې د بلوچستان په لسبيله سيمه کې د سيلاب ځپلو لپاره د امدادي عملياتو په مهال د پاکستان د پوځ يوه هيلي کاپټر لادرکه شوې دې چې په دغه هيلي کاپټر کې د ١٢ قول اردو د کمانډر په شمول شپږ افسران سپاره وو. د ډي جي آئي ايس پي آر له مخې هيلي کاپټر د امدادي عملياتو څارنه کوله او د هيلي کاپټر د لټون عمليات روان دي۔
https://twitter.com/OfficialDGISPR/status/1554164334187921408?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1554164334187921408%7Ctwgr%5E0247703f9f1fc7f73202c541ea0729c92c9e9f13%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Fbaaghitv.com%2Fbalouchistan-ma-pak-fooj-ka-helicopterlapata-ho-gya-ispr%2F
د راپور مطابق د لادرکه شوې چورلکې د لټون لپاره عملیات پیل شوي دي.
خبریالې غریده فاروقي په خبل ټویټر پانړه لیکلي چې په چورلکه کښې پخوانۍ ډي جی ایم آیی او د XII کور کمانډر ،جنرل سرفراز علي سپاره وو، دوی سره مهم نور چارواکي هم وو.
آیی ایس پی آر هم خبر ورکړې چې د فوځ یوه چورلکه لادرکه شوې ده










Leave a Reply