د ټاکنوقانون له مخې کوم یو پاکستانۍ سیاسي ګوند د بهر څخه فنډونه نه شی اخستې، که داسې وکړي نو ګوند به منحل شی، بندیز به پر ولګي او فنډ به ی هم ضبط شي

0
177

باغی ټي وي رپورټ
د ټاکنو د قانون له مخې، کوم سیاسي ګوند چې بهرنۍ مرستې ترلاسه کوي خپل شتون ته دوام نه شي ورکولی،هغه ګوند چې بهرنې مرستې واخلی نو ټولې مرستې به یې ضبط کېږي.

ګوند به د وفاقي حکومت له اعلان او د سترې محکمې له پرېکړې وروسته منحل شي. له دې سره سره به دغه ګوند د پاتې مودې لپاره له پارلمان، صوبايي اسمبلۍ او ځايي حکومتونو څخه نااهله وي.
د سیاسي ګوندونو د جوړښت په اړه د ټاکنو قانون په ۲۰۰ ماده کې راغلي چې سیاسي ګوندونه باید په بهرنیو مرستو جوړ او تنظیم نه شي.

د 2004 سیکشن له مخې، یو سیاسي ګوند د کومې بهرنۍ سرچینې څخه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د فنډ اخستو څخه منع دی. پدې کې بهرني حکومتونه، ملټي نیشنل شرکتونه، نور شرکتونه، سوداګریز یا مسلکي اتحادیې یا افراد هم شامل دي چې دوی څخه فنډونه نه شي اخستې.

د ټاکنو د قانون له مخې، له ممنوع سرچینو څخه ترلاسه شوې مرستې به د حکومت لخوا ضبط شي، دا مرستې د نغدو پیسو، ذخیره، ټرانسپورټ، تیلو یا نورو اسانتیاوو په بڼه کیدی شي.

په بهرنیو سرچینو کې هغه بهرنی پاکستانیان شامل نه دي چې د نادرا لخوا جاري شوي نیکوپ کارډونه لري.
د سيکشن 212 له مخې، که وفاقي حکومت د الېکشن کمېشن لخوا لېږل شوي ريفرنس يا د کومې بلې سرچينې څخه ترلاسه شوي معلومات مطمئن وي چې کوم سياسي ګوند بهرنۍ مرستې ترلاسه کوي، نو د نوټيفيکيشن له لارې به يې اعلان کوي.

که کوم سیاسي ګوند د پاکستان د حاکمیت یا سالمیت یا عامه نظم خلاف جوړ شوی وي، وفاقي حکومت به د 17 مادې لاندې د اعلامیې په 15 ورځو کې دننه قضیه سپریم کورټ ته راجع کړي او د دې ریفرنس په اړه به د سترې محکمې پریکړه وروستی وي او سیاسي ګوند به منحل شي.
دا خبره مهمه ده چې سبا سحر په لس بجې د پاکستان د ټاکنو کمیشن د پاکستان تحریک انصاف د بهرني فنډ په اړه پریکړه اعلانوي.
هغه سیاسي ګوند چې د 213 سیکشن لاندې منحل شوی وي، که دا د پارلمان، صوبايي اسمبلۍ یا محلي حکومت برخه وي، د پاتې مودې لپاره به د هغې برخه نه وي.

Leave a reply