مونږ له لومړۍ نه پریکړه کړې وه چې عمران خان ته به رای نه ورکوو: د پاکستان مسلم لیګ ق مرکزي مرستیال بیان

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ق) مرکزي جنرل سيکرټري طارق بشير چيمه وايي د سپريم کورټ تفصيلي فيصلې وروسته به بيا کتنه کوي، که د ريفرنس دائر کول وي نو هغه به کوي.

په اسلام اباد کې د مسلم ليګ (ق) له صدر چوهدري شجاعت سره دخبرو په مهال طارق بشير چيمه وويل مونږ دمخه دعمران خان ته رايې نۀ ورکولو فيصله کړې وه، چوهدري شجاعت اول دکابينې څخه داستعفا غوښتنه کړې وه، ما ځواب ورکړو چې ما مخکې هم عمران خان ته رایه نه ورکوله.
طارق بشير چيمه وويل چوهدري شجاعت پرويز الاهي ته ويلي وو چې زما کانديد شه، د عمران نه، له خان سره نه.

د (ق) ليګ سيکرټري جنرل وويل چوهدري شجاعت وايي چې خط به لولي، د چا کور ته تلل يوه وړه سازش ده، چوهدري شجاعت به د هر ګوند مشر مخې ته تللو او په عزت او احترام به يې کتل.
هغه وویل چې ما ۵۰ ځله ویلي چې زه نه غواړم د عمران خان وزیر شم، هغه یو نالایقه او او نا اهله تن دی.
ده ووئيل زمونږ د پارټۍ د وېشلو هڅه شوې، چوهدري شجاعت حسېن يو شريف سړے دے، دوي د هغه تر شا دي ځكه چې هغه د عمران خان سره نه دے، مسلم ليګ (ق) ګوند به وي او په راتلونکي کښې به هم دا ګوند دوام وکړي.
نوموړي اوویل چې د چوهدري شجاعت او چوهدري پرویز الهي نه به ډیر تکړه سیاستوال څوک وي؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网