د پي ټي آیی ګوند د بهرني فنډ په اړه عدالت سبا پریکړه اعلانوي

0
101

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن اعلان کړی چې د تحریک انصاف د ممنوع فنډ په اړه به پرېکړه سبا اعلان کړي.

د انتخاباتو کمېشن ترمخه د ممنوع الخروج فنډز مقدمې فيصله به سبا لس بجې اورولې شي۔

د ټاکنو کمېشن د ممنوع الخروج فنډز د مقدمې لپاره کاز لېسټ جاري کړی دی.دا خبره مهمه ده چې نن عمران خان په ملکي ادارو سختې نیوکې کړي دي،
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي د حکومت اعتبار دومره ټيټ شوی چې د پوځ سرلښکر له ايي اېم اېف نه د قرض غوښتنه کړې ده او ټیلیفون ی کړې دې.

په اسلام اباد کې دتحريک انصاف قومي شورا غونډې ته په وينا کې عمران خان وويل هغه چا چې دسيمه ييزو سازشونو مخه ی نيولې وه نن په هيواد کې چې څه روان دي دهغوي ذمه واري هم دوی دی.

Leave a reply