د هیواد ۸۰ سلنه خلق د ټاکنو په کمیشن باور نه لري، دوی دې ټاکنې نه کوي او استعفی دې ورکړي: د عمران خان دریځ او غوښتنه

0
96

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي د حکومت اعتبار دومره ټيټ شوی چې د پوځ سرلښکر له ايي اېم اېف څخه د قرض غوښتلو لپاره ټیلیفون کوي. اسلام اباد کې دتحريک انصاف قومي شورا غونډې ته په وينا کې عمران خان وويل هغه چا چې دسيمه ييزو سازشونو مخه نيولې وه نن په هيواد کې چې څه روان دي دهغوي ذمه واري هم ده.
عمران خان وويل ډېرو خلکو دا فکر کاوه چې له شهباز شريف څخه ډېر هوښيار بل څوک نشته، د خوښۍ خبره ده چې الله تعالی د هغه اصلي څېره خلکو ته ښودلې ده، مسلم ليګ (ن) نه د ملک اقتصاد لوړ کړی، نه يې اصلاحات کړي او نه يې د راتلونکي په اړه فکر کړی دی. عمران خان اوویل چې هغه نه د اقتصاد سره سروکار درلود او نه د ګرانۍ سره، د هغه ټول مقصد یوازې د این آر او اخیستلو سره د 1100 اربه روپو بچ کول وو.
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل چې د روپۍ ارزښت 30 فيصده راټيټ شوى، غلو په يوه غونډه کې غاښونه ايښي وو، فکر وکړئ چې نن د پاکستان څه حال دى، شهباز شريف 50 اربه روپۍ په اعلاناتو لګولې، خلکو اشتهارونه کتل او ويل به يې. شهباز له شریف نه لوی ځیرک نشته.

پخواني لومړي وزیر وویل چې له هیواده د ډالرو د وتلو د مخنیوي لپاره باید بیړنی حالت ولګول شي، دوی بهر پاکستانیانو ته وایي چې ډالر ولیږي، دا تمسخرونه پخپله پیسې بهر ته لیږي، روپۍ په دریو او څلورو کې ۳۰ فیصده رالویدلې ده. څو ورځې وشوې چې دغو غلو د ډالرو د ګرانښت څخه ګټه پورته کړه ځکه چې بهر پرتې پیسې یې ۳۰٪ زیاتې شوې دي.
هغه وویل چې د پنجشنبې په ورځ به د ټاکنو کمیسیون مخې ته سوله ییز لاریون وکړو، د هیواد ۸۰ سلنه خلک په ټاکنو کمیشن باور نه لري، دوی دې استعفې ورکړي او ټاکنې دې ترسره نه کړي.

Leave a reply