د وزیراعظم شهباز شریف هغه ويډیو خپره شوي چې په بلوچستان کښې سیلاب ځپلو سره په پښتو کښې خبرې کوي

File Photo
باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان په قلعه سیف الله کې د سېلاب ځپلو سره د وزیراعظم شهباز شریف د خبرو ویډیو په سوشل میډیا ډېره وائرل شوې ده.
له وزيراعظم شهباز شريف سره د بلوچستان وزيراعلي مير عبدالقدوس بزنجو او وفاقي وزيرانو د بلوچستان سېلاب ځپلو سيمو دوره کړې ده.
په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف قلعه سيف الله ته رسيدلې چرته چې د سيلاب ځپلو لپاره د جوړو شوو كيمپونو دوره وكړه او د امدادي كاروائيو جاج يې وكړو او د خلكو سره يې هم ملاقات وكړو۔
د سېلاب ځپلو مېرمنو او ماشومانو سره د وزيراعظم د خبرو ويډيو د سرکاري خبري ادارې په سوشل ميډيا اکاونټ اپلوډ شوې ده چې پکې وزيراعظم د متاثرينو سره په پښتو خبرې اوريدلی شي.
وزيراعظم شهباز شريف په يو کيمپ کښي د زنانه، نارينه وو او ماشومانو د حال احوال پوښتلي او هغوي څخه ی د سهولتونو په اړه هم پوښتنه کړي ده۔
شهباز شريف له سېلاب ځپلو خلکو څخه په پښتو ژبه پوښتنه وکړه چې څه يې خوړلي دي، چې په کېمپ کې مېشتو ښځو او نارينه وو يې منفي ځواب ورکړ.
دا خبره مهمه ده چې وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په سېلاب ځپلو سيمو کښې د خوراک او اوبو د نشتوالي په شکايتونو د افسوس څرګندونه کړې او د اړوند ادارې افسران ئ لرې کړي دي.
کله چې لومړی وزير د بلوچستان سېلاب ځپلې سيمې قلعه سيف الله ته ورسېد، هلته يې د سېلاب ځپلو د کمپونو د حالت په پوهېدو خپله ژوره خپګان څرګند کړ او د بلوچستان وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو ته يې د مسوولينو پر ضد د اقدام کولو لارښوونه وکړه.
https://twitter.com/appcsocialmedia/status/1554040730963906560?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1554040730963906560%7Ctwgr%5E641e06623648d07ff3ea2ef6f85d656e549e719d%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Furdu.geo.tv%2Flatest%2F293954-






