کوهاټ کښې تره خپله دوه ورارونه وژلي دي

باغی ټي وي رپورټ
کوهاټ کښې تبلیغي مرکز سره نزدې په خپله ذاتي دښمنۍ او غصې له وجې یو تره خپل دوه ورارونه په ډزو وژلي دي. په وژل شوو کښې ۹ کلنه عایشه او ۷ کلنه حلیمه هم شامله ده.
د خپور شوي یو راپور مطابق دواړه نجونې د تورن تن د ورور له دویمې مېرمنې څخه وې.
د ځايي سرچينو په وينا، تورن د نجلۍ د پلار پر دويم واده اعتراض وکړو. د نجلۍ پلار د خپل ورور پر ضد د FIR درج کولو څخه انکار وکړ. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې دا زموږ کورنۍ موضوع ده او پوليس بايد په کې لاسوهنه ونه کړي. له پېښې وروسته د دواړو نجونو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي دي. د کوهاټ د پوليسو وياند وايي پوليس به په خپل شکايت کې د نجونو د وژنې مقدمه درج کوي.