عمران خان د پنجاب وزیراعلی په څوکۍ کیښناستل، رښتونې کیسه مخې ته راغلې

0
117

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب د اعلی وزیر په څوکۍ ناست عمران خان تر شا پټه اصلی کیسه رابرسیره شوې ده.

د تحریک انصاف چیرمین عمران خان د پنجاب د اعلی وزیر په څوکۍ د ناستو په معامله د سیاسي مخالفینو لخوا سختې نیوکې کیږي.

د مسلم لیګ (ن) مرکزي مشرانو خواجه اصف او خواجه سعد رفیق په سوشل میډیا باندې په عمران خان نیوکې کړي او هغه یې د کرسۍ او اقتدار لوږه بللی دی.
د دې نه علاوه د مسلم ليګ ن اسمبلۍ غړې سعديه تيمور هم پنجاب اسمبلۍ کښې يو قرارداد جمع کړے دے چې پکښې د عمران خان نه د بخښنې غوښتنه شوې ده۔

خو سينئر خبريال او د جيو نيوز د پروګرام کيپيټل ټاک کوربه حامد مير د پنجاب د وزيراعلي په څوکۍ د عمران خان د ناستو کيسه په ډاګه کړه او ويې ويل چې خلک په عمران خان نيوکې کوي خو په علت يې نه پوهيږي چې دا ولې راپیښه شوه؟
حامد مير وويل داسې نه ده لکه څنګه چې ويل کيږي او نه يې پخپله څوک کوي.
میر وایی چې کله چې عمران خان پرويز الهي ته د مبارکۍ ورکولو لپاره د هغه دفتر ته ورغی نو پرويز الهي د پي ټي ائي چيئرمېن ته وويل چې ته د وزيراعلي په څوکۍ کیښنه خو عمران خان په ځواب کې وويل، نه، او وې ویل چې دا ستاسو څوکۍ ده.
دغه سينير خبريال خپلې خبرې ته دوام ورکړ او ويې ويل چې پخوانى وفاقي وزير مونس الهي چې هلته موجود وو عمران خان ته وويل چې دا کرسي ستا له امله راکړل شوې ده نو ته په دې کرسۍ کیښنه.
حامد میر وايي، زما په اند عمران خان باید د چوهدري پرویز الهي او مونس الهي له وینا سره سره د پنجاب د اعلی وزیر په څوکۍ ناستې نه وې کړې.

Leave a reply