د پي ټي ایی ګوند غړیو استعفی ګانو په ځند سره منظوري، اسد عمر عدالت ته تللې دې

0
113

باغي ټي وي رپورټ
تحریک انصاف د استعفی د مرحله وار منظورۍ اقدام په عدالت کښې چیلنج کړی دی.
د پي ټي آئي جنرل سيکرټري اسد عمر د اسلام آباد هائي کورټ ته رسيدلي چرته چي ئي د اسمبلۍ د غړو د استعفی ګام په ګام منظوري عدالت کښي چيلنج کړي ده۔

په دې موقع اسد عمر ووئيل مونږ د 11 افسرانو د استعفې منلو په ضد عدالت ته راغلي يو۔
ه ووئيل اليكشن كمېشن د 11 كسانو رضاكارانه استعفې منلې، پي ټي آئي دې سازش كښې برخه اخستلو ته تيار نه وو نو استعفې وركړې، اوس اليكشن كمېشن غير قانوني كار كړے۔

د پي ټي آئي مشر وئيلي دي چي اليکشن کميشن اوس يو سياسي پارټي ګرځيدلي او اداره د پي ټي آئي برخه ګرځيدلي ده مونږ به ددي خلاف ريفرنس دائر کړو۔
ياده دې وي چې د پي ټي آئي د غړو استعفې منظور کړې شوي کښې علي محمد خان، فضل محمد خان، شوکت علي، فخر زمان خان، فرخ حبيب، اعجاز شاه، جميل احمد خان، اکرم چيمه، شيرين مزاري، شاندانه ګلزار او عبدالشکور شاد شامل دی.

Leave a reply