د مولانا فضل الرحمن ګواښوونکي بیانونه به نوره هم ګډوډي رامنځ ته کړي: شیخ رشید

0
112

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر او د کورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد د پاکستان ډيموکرېټک پارټۍ (پي ډي اېم) مشرانو ته چیلنج ورکړې دې.
په ټويټر يو بيان کې شيخ رشيد د پي ډي ايم صدر مولانا فضل الرحمان په اړه ليکلي چې د فضل الرحمان ګواښونکي بيانونه به نوره هم ګډوډۍ رامنځته کړي.
د کورنیو چارو پخواني وزیر د مالیې پر وزیر مفتاح اسماعیل نیوکه کړې او لیکلي یې دي چې غواړي چاکلیټ پلورونکو ته ووایي چې د اوړو او غوړیو قحطي روانه ده.
هغه وويل د پټرولو په بيو کې درې روپۍ کموالى او د ډيزلو په بيه کې نهه روپۍ زياتوالى د ولس سره ټوکه ده، د حکمرانانو شخصي کارخانې ښې روانې دي، د غريبانو کورونه خراب شوي دي.

شيخ رشيد وويل چې په خامو موادو د بنديز له امله صادرات ٢٥ فيصده کم شوي، کله چې انفلاسيون ٣٨ فيصده زيات شي نو بهرنۍ ذخيرې به کمې شي، نه يواځې انفلاسيون بلکې د اقتصاد څرخ به هم جام شي.

پخواني وزير د ايتلافي ګوندونو غړو ته چيلنج ورکړو چې که جرات لري، د وزيرانو شورا غونډې ته دې لاړ شي او خپله پاکي دې خلقو ته وړاندې کړي.

Leave a reply