د سلیمان شهباز د جایداد تفصیلات په عدالت کښې وړاندې شوي
باغی ټي وي رپورټ
د ايف آئي اے مني لانډرنګ کيس کښې اشتهاري اعلان شوي سليمان شهباز د جائیداد تفصيل عدالت کښې وړاندې کړے شوے دے۔
عدالت ته وړاندې شوي رپورټ له مخې سليمان شهباز په چنيوټ کې تر ۲۰۰ کناله زياته ځمکه لري او په بېلابېلو بانکونو کې يې ۲۹ اکاونټونه دي.
رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې سليمان شهباز په خپل بنک اکاونټس کښې 3 کروړه 70 لاکه 24 زره 500 روپۍ لري په داسې حال کښې چې هغه په 13 کمپنيو کښې شيئرز لري۔
د راپور له مخې د ۵۵ ماډل ټاون یو شان پته ۱۱ کمپنیو ته ورکړل شوې ده.
دا خبره مهمه او د یادونې وړ ده چې په ۱۵ د جولایی عدالت د لاهور ځانګړې محکمې د مني لانډرنګ په مقدمه کې د وزيراعظم شهباز شريف زوي سليمان شهباز او تورن طاهر نقوي ی اشتهاري اعلان کړل، د لاهور ځانګړې مرکزي محکمې سليمان شهباز او طاهر نقوي اشتهاري اعلان کړل او د تورنو د جايدادونو تفصيل يې هم غوښتي وو.