د نیب پخواني مشر عدالت کښې د پبلک اکاونټس کمیټۍ له لوري رابلل چیلنج کړي

0
95

باغی ټي وي رپورټ
د نيب پخواني چيئرمېن جسټس ريټائرډ جاويد اقبال د پبلک اکاونټس کمېټۍ له لوري رابلل په اسلام آباد هائي کورټ کښې چيلنج کړې دې۔

جسټس ريټائرډ جاويد اقبال دا درخواست د اسلام آباد هائي کورټ کښې د هائي کورټ بار صدر شعيب شاهين په ذريعه جمع کړے دے۔

د لاپتہ افرادو کمېشن چیئرمېن په توګه جمع کړې شوې درخواست کښې استدعا شوې ده چې د جولائي د اوومې نېټې د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ د غونډې منٹس دې غیرقانونی اعلان کړی شی او د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ د انضباطی کاروائي نه دې منع کړی شی.

درخواست کښې وئيلي شوي دي چې د کميټۍ اجلاس په منټ کښې په جبري توګه لادرکه شوو کسانو د کمیشن د چيئرمېن د لرې کولو غوښتنه شوې.
په غونډه كښې د لاپتہ كسانو په اړه د كمېسيون د چيئرمېن د عهدې نه لرې كولو لپاره د وزيراعظم سره د رابطې كولو پرېكړه وشوه۔
دا هم په غوښتنلیک کښې لیکل شوي دي چې لادرکه کسانو په اړه د کمېشن د چیئرمېن د چوکۍ نه ساتلو هدايات جاري کول د کمېټۍ له دائرې نه بهر دي، د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ چيئرمېن د خپلو اختياراتو غلطه استفاده کوي.

Leave a reply