سپریم کورټ د کومې ادارې په کار کښې مداخلت نه کوي: د پاکستان چیف جسټس

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د يوې مقدمې په اورېدنه کې ويلي دي چې مونږ د کومې ادارې په کار کې مداخله نه ده کړې خو د ادارو تر شا ولاړ يو ځکه چې زمونږ د عمل په نتيجه کې شفافې او بې اړخه ټاکنې وشوې.
سپريم کورټ کښې د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کښې د خيبر يونيورسټئ طالبعلم داخله منسوخ کولو کيس سماعت اوشو۔
د اوريدنې په مهال چيف جسټس مهم ريمارکسونه کړي چې پکې هغه وويل مونږ به د ادارو کار نه کوو بلکې هغوي ته خپل کار کول پرېږدو، د پنجاب په وروستيو انتخاباتو کې هم همداسې وکړل.
قاضي القضات عمر عطا بندیال وویل، موږ د هیڅ ادارې په کار کې مداخله نه ده کړې، خو د ادارو تر شا ولاړ یو، زموږ د عمل په نتیجه کې شفافې او بې پرې ټاکنې وشوې.
ياده دي وي چي سپريم کورټ دپنجاب د وزيراعلي په ټاكنو کښي د ډپټي سپيكر د حكم په ضد د پرويز الهي په درخواست فيصله اورولي وه چي پکښي عدالت د پخواني وزيراعلي حمزه شهباز انتخاب غلط بللي وو۔ پروېز الهي د پنجاب وزيراعلي اعلان شو.
عدالت د حمزه شهباز د عوامي مفاد نه علاوه ټولي فيصلې هم کالعدم ګرځولې دي۔د عدالت د پرېکړې په نتيجه کې حمزه شهباز خپله چوکۍ له لاسه ورکړه او د پنجاب وزيراعلي پروېز الهي وټاکل شو.
……………………..






