جاپان پۀ افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اوکادا دغه راز زیاته کړې چې دوی چمتو دي، څو د سرې میاشتې له لارې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله له زیانمنو شوو خلکو سره اړینې مرستې وکړي.
(2022 / 8 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د جاپان له لوري تمویلېدونکې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اوکادا دغه راز زیاته کړې چې دوی چمتو دي، څو د سرې میاشتې له لارې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله له زیانمنو شوو خلکو سره اړینې مرستې وکړي.
په همدې حال کې بیا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جاپان له مرستو د مننې ترڅنګ د دغو مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې جاپان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د خپلو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی و.










Leave a Reply