د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ویلي چې د افغانستان د اقتصاد ودې ته کار کوي   

0
65

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ویلي چې د افغانستان د اقتصاد ودې ته کار کوي 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازي عبدالله الدرداري خلیجي هېوادونو ته په خپل پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې له ستونزو او ننګونو سره سره دغه هېواد په ناهیلي حالت کې نه دی.

 

(2022 / 8 /  1    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر عبدالله ال الدرداري د خلیج د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې وویل، د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره کار کوي.

هغه وويل، یاده اداره د وړو کاروبارونو او په سیمه‌ييزه کچه د ښځو او نارينه وو له کاروباره په ملاتړ سره د افغانستان اقتصادي وضعيت د ودې په لټه کې دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازي عبدالله الدرداري خلیجي هېوادونو ته په خپل پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې له ستونزو او ننګونو سره سره دغه هېواد په ناهیلي حالت کې نه دی.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې اقتصادي بیارغونه هغه څه دي چې د دوی د کاري اجنډا په سر کې ځای لري.

نوموړي د غونډې برخه والو ته په خپل پيغام کې وويل، چې د ملګرو ملتونو پراختيايي اداره غواړي له دوى سره په ګډه کار وکړي او په خبره يې د يادو هېوادونو خصوصي مرستو ته اړتيا لري.

Leave a reply