د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې پر افغانستان مو د ازبکستان پور اداء کړی دی 

0
63

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې پر افغانستان مو د ازبکستان پور اداء کړی دی 

متقي دغه راز وایي چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او په خبره یې ډېر ژر به د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسپنې پټلۍ چارې پيل شي.

 

(2022 / 8 / 1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ا.ا وايي پر تېر حکومت یې د ګاونډیو هېوادونو پورونه خلاص کړي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په تازه څرګندونو کې ویلي چې ازبکستان کې یې پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي او تر څنګ یې پر افغانستان ددغه هېواد پور هم ورکړی دی.

نوموړي ویلي برېښنا شرکت د ازبکستان څلوېښت میلیونه ډالر پوروړوی و او اوس دوی وکړی شول چې په دغه ریاست کې د شفافیت په مرسته خپل عواید ډېر کړي او د ګاونډیو پورونه خلاص کړي.

متقي دغه راز وایي چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او په خبره یې ډېر ژر به د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسپنې پټلۍ چارې پيل شي.

ددغه پټلۍ لپاره سروې له څو ورځو راهیسې پيل شوې ده او ټاکل شوې چې ترمذ، کابل او پېښور سره ونښلوي.

Leave a reply