د روس په اوکراین تازه برید، د غلې مشهور سوداګر د خپلې میرمنې سره وژل شوې

0
94

باغی ټي وي رپورټ
د اوکراين په ميکولايف ښار کې د روسي پوځ په بريد کې د اوکراين تر ټولو ستر سوداګر له خپلې مېرمنې سره وژل شوی دی.

د اوکراین د چارواکو په وینا، د یکشنبې په ورځ په مایکولایو کې د روسیې په برید کې د یوه ۷۴ کلن اوکرایني سوداګر پر کور د توغندي برید وشو، چې وژل شوی سوداګر د اوکراین د غلو د صادراتو د یوه شرکت خاوند وو.
د مایکولایف ګورنر په ټیلیګرام کې په یوه بیان کې ویلي چې د نیبولون د کرنې شرکت بنسټ ایښودونکی اولیکسي وداتورسکي له خپلې میرمنې سره د روسیې په برید کې وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د روسیې په توغندیز برید کې یو هوټل، ۲ ښوونځی، یو سپورت کمپلیکس او یو خدماتی سټیشن هم زیانمن شوی دی.
دا خبره مهمه ده چې د روس اولس مشر په یو تازه بیان کښې ویلي دي چې د روس لپاره په نړۍ کښې تر ټول زیات خطرناک هیواد امریکا دې.

Leave a reply