۶ نه تر ۸ هفتو پورې د عامو ټاکنو اعلان کیدلې شي: عمران خان

0
151

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د پنجاب اسمبلۍ غړو سره خبرو کښې وئيلي دي چې په ٦ نه تر اتو هفتو کښې د راتلونکو عامو انتخاباتو اعلان کولې شي۔
په لاهور کې عمران خان د پنجاب اسمبلۍ له غړو سره وکتل. دسرچينو له مخې عمران خان داسمبلۍ غړو ته دنويو انتخاباتو دترسره کولو دنده سپارلې ده.
د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل چې په 6 نه تر 8 هفتو كښې به د راتلونكو عامو انتخاباتو د ترهه ګرۍ غږ اوري نو د اسمبلۍ غړي او پارټي تنظيمونه دې د انتخاباتو لپاره تياري وكړي۔

دسرچينو ترمخه عمران خان ډاکټر ياسمين راشد ته په دوه هفتو کښې د نوی تنظیمونو جوړولو چارې سپارلي دي او د ټاکنو او نورو مهمو سیاسي چارو په اړه ی هم ورسره خبرې اترې کړي دي.

Leave a reply