کامن ویلتهه لوبې، هند کرکټ لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړې
باغی ټي وي رپورټ
د کامن ویلتھ لوبو په لړ کې د هند ښځینه لوبډلې د پاکستان ښځینه لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.
د برمنګهم په ايجبسټن ګراونډ کې ترسره شوې لوبه کې د پاکستان ښځينه لوبډلې ټاس هندۍ لوبډلې وګاټه او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه، چې سمه ثابته نه شوه.
د ښځو د شل اوریزو کرکټ سیالیو په لړ کې د باران له امله لوبه ۱۸، ۱۸ اورونو ته راکمه شوه.
لومړۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې په ۱۸ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو ۹۹ منډې جوړې کړې.
د پاکستانۍ لوبډلې د پاڼۍ پیل مایوسه کوونکی و او دوی په دوهم اوور کې له ماتې سره مخ شول، ارم جاوید پرته له کومې منډې کولو اوټ شو، د پاکستاني لوبډلې لوبغاړي یو په بل پسې په غورځېدلو دوام لري، منیبه علي ۳۲، عالیه ریاض ۱۸ او بسم الله د ۱۷ منډو په جوړولو سره اوټ شو.
د دوی تر څنګ عمیمه سهل او عایشه نسیم ۱۰، ۱۰، فاطمه ثنا ۸، کائنات امتیاز ۲ او طوبیه حسن یوه یوه منډه جوړه کړه، ارم جاوید او ډیانا بیګ په صفر اوټ شول. د پاکستان ټوله لوبډله د ۱۸م اوور په وروستي توپ په ۹۹ منډو اوټ شوه.
ځوابي توپ وهنې کې هندۍ لوبډلې د ۱۰۰ منډو هدف په ۳۸ توپونو د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ، چې هندۍ توپ وهونکې سمریتي ماندهنا ۶۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د پاکستان لپاره عمیمه او طوبا یوه یوه وېکټه واخیسته.