پنجاب اسمبلۍ کښې د ټاکنو کمیشن د مشر په ضد قرارداد منظور شو
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ کښې د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا خلاف قرارداد منظور کړې شو.
قرارداد دحکومتي غړي سيد عباس شاه لخوا ايوان کې وړاندې کړل شو چې غړو يې منظور کړو. قرارداد کې د چیف الیکشن کمشنر د استعفی غوښتنه شوې ده.
ياده دي وي چي پاکستان تحريک انصاف د چيف اليکشن کمشنر خلاف د ريفرنس دائرولو فيصله کړي ده۔
دا خبره مهمه ده چې د پي ټي آیی مشر عمران خان د ټاکنو په کمیشن مشر تورونه لګوي او غوښتنه کوي چې دې دې د دندې څخه استعفی ورکړي ځکه په ټاکنو کښې دې پلوي کوي چې دا د جموریت او د اساسي قانوني څخه سرغړونه ده.