ميدان وردګ ـ تر دې وروسته دمرستو بدل کې کار کيږي

0
103

ميدان وردګ ـ تر دې وروسته دمرستو بدل کې کار کيږي

 

باغي ټي وي: 

د میدان وردګو ولايت مقام او د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په یاد ولايت کې له مرسته کوونکو بنسټونو سره د وروستۍ پرېکړې په اساس؛ له دې وروسته د نړیوال خوراکي پروګرام او ورسره همکارو مؤسسو له لوري به په ټولو نهو اداري واحدونو کې له بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د سل سلنې وړیا مرستو له ډلې به د لس سلنې په مقابل کې کار تر سره کیږي او پاتې ٩٠ سلنه به وړیا مرستې ترلاسه کوي.

په دې موخه د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په مقام کې د یاد ریاست د رئيس ښاغلي مولوي وحیدالله راشد تر مشرۍ لاندې په دې ولايت کې د نړیوال خوراکي پروګرام ولایتي استازو، د FCDO او NECDO همکارو مؤسسو غړو تر منځ د یادې پرېکړې د ښه تطبیق او پلي کولو په موخه لومړنۍ مشورتي او د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په دغه ولایت کې د WFP استازو په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې په میدان وردګو ولایت کې له شاوخوا ٥٢ زره کورنیو سره خوراکي او نقدي مرستې شوي دي او همداراز به په راتلونکې کې هم خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي. د دوی په خبره د میدان وردګو ولایت مقام او د کليو د بیارغونې او پراختیا ریاست سره د شوي توافق له مخې به دوی په لومړي پړاو کې، چې راتلونکې درې میاشتې وخت به ونیسي د دې ولایت په ټولو ولسوالیو او ولايت مرکز کې شاوخوا ٢٩٠٥٠ تنو بیوزلو او اړمنو کسانو ته خوراکي او نقدي مرستې وویشي، چې د لس سلنې مرستو په بدل کې به دوی په خپلو سیمو کې عامه کارونه او فعالیتونه ترسره کوي او پاتې ٩٠ سلنه به په وړیا توګه ترلاسه کوي.

Leave a reply