نانسي پلوسي په پام کې نه لري چې له تايوان څخه لیدنه وکړي

0
78

تمه ده چې د امريکا متحده ايالتونو د استازو مجلس مشره نانسي پلوسي د يو رسمي سفر په ترڅ کې له يو شمېر آسیايي هېوادونو څخه ليدنه وکړي.

د نانسي پلوسي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د نوموړې سفر به نن (يکشنبه، د زمري۹مه) پيل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پلوسي به د يو پلاوي په مشرۍ له سنګاپور، ماليزيا، سويلي کوريا او جاپان څخه ليدنې وکړي.

له دې خبرپاڼې څخه ښکاري چې آغلې پلوسې له تايوان څخه د ليدنې هو‌‌ډ نه لري.

له دې وړاندې يو شمېر راپورونه خپاره شول چې ګواکې نانسي پلوسي به آسيايي هېوادونو ته د خپل د سفر په ترڅ کې له تايوان څخه هم لیدنه وکړي، هغه خبر چې د چين جدي غبرګونونه يې له ځان سره راوپارول.

تېره اونۍ چين خبرداری ورکړ، چې که د امريکا د استازو د مجلس مشره له تايوان څخه ليدنه وکړي، نو د پيکنګ له جدي غبرګون سره به مخ شي.

د راپورونو له مخې په تېرو ۲۵ کلونو کې هېڅ لوړپوړي امريکايي چارواکي له چين څخه ليدنه نه ده کړې.

د تايوان پر سر د چين او امريکا ترمنځ ناندرۍ څه نوې خبره نه ده، دغه دواړه هېواد هر وخت يو او بل ته په تايوان کې د نه لاسوهنې په اړه ګوتڅنډنه کوي.

Leave a reply