امیرخان متقي له ازبک چارواکو سره پر اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې

امیرخان متقي له ازبک چارواکو سره پر اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضيا احمد پر ټويټر ليکلي چې ازبک لوري په ياده کتنه کې افغانستان د سیمهییز اقتصادي اتصال لپاره مهم بللی او ويلي يې دي چې دلته ثبات او امنیت د ټولو په ګټه دی.
(2022 / 7 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا د بهرنیو چارو او مالیې سرپرست وزیرانو په بهرني سیاست کې د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشيف سره کتلي دي.
دا کتنه پرون هغه هېواد ته د ا.ا د پلاوي د سفر په وروستۍ ورځ شوې چې پکې پر اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو بحثونه شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضيا احمد پر ټويټر ليکلي چې ازبک لوري په ياده کتنه کې افغانستان د سیمهییز اقتصادي اتصال لپاره مهم بللی او ويلي يې دي چې دلته ثبات او امنیت د ټولو په ګټه دی.
د افغانستان د بهرنیو چار سرپرست وزیر امیرخان متقي هیله ښودلې، چې ازبک لوری افغان سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، څو دوه اړخیزه سوداګري او ترانزیټ لا وده وکړي.




