سیاست دانان د خلقو څخه ووټ واخلی او ددوی خدمت کوي: خورشید شاه

باغی ټي وي رپورټ
د آبي وسائلو وفاقي وزير خورشيد شاه وئيلي دي چي د خلقو ذهنونه ددې څخه ډک شوي دي چي سياستدانان صرف د ووټونو په ترلاسه کولو سره خوند اخلي او عیاشۍ کوي.
په آی بي اې سکهر کې یوې غونډې ته په خپله وینا کې خورشید شاه وویل، زه دې غونډې ته په وخت راغلی یم چې تاسو ته دا احساس درکړم چې سیاستوال صرف ووټونه نه اخلی بلکې دوی د اولس خدمتګاران وي.
نوموړي زده کوونکو ته په خپله وینا کښې وويل، چې د خپلې سيمې ماشومانو ته هم سبقونه اووی تر څو زيات ماشومان زده کړې وکړي او د خپل هېواد او سيمې په پرمختګ کې ونډه واخلي.
خورشید شاه وویل چې ماته یو چا عکس رالیږلی چې انجلۍ په ځمکه ناست زده کړه کوي، مونږ په ۲۴ ساعتونو کې دې ښوونځي ته ۴۰۰ څوکۍ ورکړي چې زده کوونکو ته اسانتیا په لاس راشي.
هغه اوویل چې زه هڅه کوم چې د دې وطن د خلقو خدمت وکړم.





