سیراج الحق د شهباز شریف په اتحادی حکومت او ددوی په نااهلۍ سختې نیوکې کړي دي

0
170

باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي امير سراج الحق په سکر بيراج باندې د دريو ورځو راهسې پرله پسې د دريو مړو هغه ويډيو شريکه کړې ده چې دا مړي په سکهر بیرج کښې د اوبو په سر پراته دي.

سراج الحق په ټويټر د سکهر بيراج يوه ويډيو شريکه کړې ده چې پکې په بيراج کې د مړو جسدونه ليدل کيږي.

د جماعت اسلام مشر په خپله ټویټر پانړه دې ویډیو سره لیکلي چې
نن د سکربیراج څخه تیر شوم او له دریو ورځو راهیسې دلته درې جسدونه پراته دي. د روهړي پولیس سټیشن او سکر پولیس سټیشن کې د حدي اختلافاتو له امله دوی نشي ایستل کیدی. څومره بده حکومتداري او د زړه سختوالې دې. ځايي خلقو ویلي، چې ۲۳ جسدونه ی په اوبو کښې لیدلي دي او ۶ یې راوستلي دي.
سراج الحق په خپل ټويټ کې موجوده حالات د افسوس او شرم وړ بللي دي.
ياده دي وي چي تيره ورځ سکهر بيراج نه 8 نور مړي موندلي شوي وو او په 11 ورځو کښي ټول 20 مړي راويستل شوي دي۔

Leave a reply