په دې لنډه موده کښې اتحادی حکومت صفر شوې خو عمران خان هیرو شوې دې: شیخ رشید

0
149

باغي ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر او پخواني وفاقي وزير داخله شيخ رشيد يو ځل بيا په حکومت نيوکې کړي دي.

په ټوېټر خپل یو بیان کې شیخ رشید لیکلي چې دا ځل نه چین، دوبۍ، قطر او سعودي مرسته کړې او نه هم د IMF بیل آوټ پیکج راغلی، چین د امریکا د مرستو په شرطونو سختې اندېښنې لري، د ۹۰ ورځو پر ځای یوازې ۴۵ ورځو ریزرو پاتې دي.

د مسلم ليګ (ن) پر مشر میا محمود نواز شریف شيخ رشيد نيوکه وکړه او وې ویل چې د بې اعتمادۍ پرېکړه په لندن کې شوې وه.
هغه اوویل چې نواز شريف د حکومت د پرېښودو خبرې کوي، هېواد له اقتصادي پلوه په ټپه درېدلی، د برېښنا، ګازو په بلونو کې خلق ثابته ماليه نه شي ورکولای.

ده زیاته کړې چې د حکومت د ورځې او شپې بې اثره پریس کانفرنسونه جمعه بازار لګیدلې دې.
هغه اوویل او زیاته ی کړه چې په لنډه موده کښې عمران خان په هیواد کښې مشهور شوې او ملاتړ ی زیات شوي، هغه اوویل چې حکومت صفر شوی او عمران خان هیرو شوی دی.

Leave a reply