زېلېنسکي د اوکراين د ختيځ اوسېدونکو څخه د سیمې د پرېښودو غوښتنه کړې

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي ټولو هغو اوکراينيانو ته چې د هېواد په ختيځو څنډو (دونتسک) کې پاتې دي، د وتلو امر کړی دی.
زېلېنسکي تېره ورځ په يو ويډيويي پيغام کې خپلو خلکو ته خبرداری ورکړ، چې په ياده سيمه کې به د روسيې له لوري بريدونه شدت واخلي او جګړه به نوره هم زوروره شي.
د اوکراين ولسمشر وويل چې څومره په سیمه کې د کسانو شمېر کم وي، نو هغومره به روسي ځواکونو ته د اوکراينيانو د وژلو چانس هم کم وي.
ولاديمير زېلېنسکي زياته کړه، له ټولو هغو امکاناتو به کار واخلي ترڅو وشي کولای د اوکراينيانو ژوند وژغوري.
نوموړي ټينګار کړی، موږ به هر هغه کار چې ممکن وي ترسره به يې کړو ترڅو د روسيې له لوري رامنځته شوی ډار او تاوتريخوالی کم کړو.





