د پاکستان او هند د ښځینه کرکټ لوبډلې به نن سره مخامخ شي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان او هند د ښځو ټیمونه به نن په برمنګهم کې د روانو کامن ویلتھ لوبو په شل اوریزو سیالیو کې له یو بل سره مخامخ شي.

دواړو لوبډلو تر اوسه په ايونټ کې کوم پوائنټ نه دی ترلاسه کړی، د پاکستان او هند لوبډلو ترمنځ به نن ماسپښين درې بجې پيل شي.

ياده دې وي چې په لومړۍ لوبه کې هند اسټراليا او پاکستان ښځينه لوبډلې بارباډوس ته په ۱۵ منډو ماتې ورکړې وه.
د پاکستان پر وړاندې لومړۍ لوبه وکړه، بارباډوس په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې جوړې کړې، کپټان هیلي میتیوز ۵۱ منډې وکړې، کاشیانیټ ۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د پاکستان لپاره فاطمه ثنا ۲ او ډیانا بیګ ۱ ویکټه واخیسته.د پاکستان ښځینه لوبډلې ټاکل شوي هدف ته په رسېدو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
دا خبره مهمه ده چې په برمنګهم کې د روانو کامن ویلتھ لوبو په لومړۍ ورځ پاکستاني لوبغاړو ښه لوبه ونه کړه. ملي لوبغاړي د لامبو، کرکټ، سوک وهنې، بډمنټن او جمناسټیک په برخه کې ناکام شول.
د کامن ویلتھ لوبو په لومړۍ ورځ پاکستاني جمناسټ محمد افضل په لومړي ځل په اکشن کې راښکاره شو، خو هغه د جمناسټیک په دریو ټولو ایونټونو کې ښه لوبه و نه کړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网