افغانستان او پاکستان د نوي سوداګریز دهلیز پر رامنځته کېدو غور کوي
افغانستان او پاکستان د نوي سوداګریز دهلیز پر رامنځته کېدو غور کوي
د پاکستان د عوایدو فدرالي بورډ د سوداګرۍ وزارت ته وړاندیز کړی، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د افغانستان د وارداتو او د پاکستان د نړیوالو هوایي ډګرونو له لارې د صادراتو لپاره د هوایي دهلیز اجازه ورکړي.
(2022 / 7 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ايکسپريس ټريبيون خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان او افغانستان اړوند چارواکي به د سوداګریزې ودې او پراختیا لپاره پر ځمکني هوايي دهلېز پرانیستلو هوکړه وکړي.
دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان د اپټا ترانزیتي سوداګرۍ ته د دې بڼې د ورزیاتولو وړاندیز کړی دی.
د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د کابینې غونډې ته په وروستي ناسته کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د ۲۰۱۰ اپټا ترانزیتي تړون له هوا څخه ځمکې ته څو سوداګريزې بڼې تر پوښښ لاندې نه راولي.
د پاکستان د عوایدو فدرالي بورډ د سوداګرۍ وزارت ته وړاندیز کړی، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د افغانستان د وارداتو او د پاکستان د نړیوالو هوایي ډګرونو له لارې د صادراتو لپاره د هوایي دهلیز اجازه ورکړي.
ایکسپریس تریبیون ویلي، چې د دغه دهلیز پرانیستل به د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې د پام وړ مرسته وکړي.