افغان حکومت وايي‌ نړۍ یې د منزوي‌ کولو په لټه کې نه ده

0
75

افغان حکومت وايي‌ نړۍ یې د منزوي‌ کولو په لټه کې نه ده

د ده په خبره افغانستان ځانګړی موقعیت لري چې هر هېواد پکې خپلې ګټې پالي او په وینا یې دوی دا اجازه هم نه ورکوي چې نړیوال د خپلو ګټو لپاره له افغانستان د سیالۍ میدان جوړ کړي.

 

(2022 /  7 / 31   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت وايي‌ نړۍ یې د منزوي‌ کولو په لټه کې نه ده.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرعباس ستانکزي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې نړۍ له افغان حکومت سره د ښو اړیکو غوښتونکې ده او هېڅ لوری ېې منزوي کولو ته زړه نه ښه کوي.

د ده په خبره افغانستان ځانګړی موقعیت لري چې هر هېواد پکې خپلې ګټې پالي او په وینا یې دوی دا اجازه هم نه ورکوي چې نړیوال د خپلو ګټو لپاره له افغانستان د سیالۍ میدان جوړ کړي.

ستانکزی وايي ا.ا له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د امریکا په ګډون له ټولو اړخونو غواړي‌ چې اړیکې یې پر دوه اړخیز درناوي او دوه اړخیزو ګټو ولاړې وي.

Leave a reply