په ګڼو ولایتونو کې وروستیو سیلابونو مالي او ځاني تلفات اړولي دي

بلخوا بیا په غزني کې درنو سیلابونو د کورونو د نړولو ترڅنګ شاوخوا یوولس کسه وژلي دي. په زابل کې هم سیلابونو شپږ کسه وژلي. حکومتي سرچینې وایي دوی په ګڼو ولسوالیو کې پر وخت د خلکو مرستې ته وردانګلي دي خو بیا هم خلک لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
(2022 / 7 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ګڼو ولایتونو کې وروستیو سیلابونو مالي او ځاني تلفات اړولي دي.
د حکومتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ دغه سیلابونو په تېرو څلوروېشتو ساعتونو کې په زابل، کندهار او غزني کې مالي او ځاني تلفات اړولي دي. په کندهار کې درنو سیلابونو په بېلو ولسوالیو کې لسګونه کورونه نړولي دي.
بلخوا بیا په غزني کې درنو سیلابونو د کورونو د نړولو ترڅنګ شاوخوا یوولس کسه وژلي دي. په زابل کې هم سیلابونو شپږ کسه وژلي. حکومتي سرچینې وایي دوی په ګڼو ولسوالیو کې پر وخت د خلکو مرستې ته وردانګلي دي خو بیا هم خلک لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
سیلابونو په غزني او زابل کې د کابل-کندهار لویه لار هم زیانمنه کړې ده.