امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د اولس مال او ځان خوندي کړي: سیکټر کمانډر بریګیډیر منصور علی عباسي

ضلع خیبر د پاکستان امنیتي ځواک لوړپوړې د امنیتي پوستو د دورې په مهال ځایی پولیسو سره لیده شي.
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان امنیتي ځواک یو مهم مشر سيکټر کمانډر بريګيډئير منصور علي عباسي د ډي پي او خيبر سره د پوليس سټيشنو او چيک پوسټونو دوره اوکړه په دي موقع کمانډنټ باړه رائفلز کرنل ندیم مشتاق، کرنل شهزاد او نوراهلکار هم موجود وو.
د IGFCKP نارتھ د خاصو هداياتو په لړ كښې د سيكټر كمانډر بريګيډير منصور علي عباسي په خيبر ضلع كښې د پوليسو په پوستو كښې د روانو ساختماني پروژو او د سيكورټي كيمرو جاج واخستو۔
نوموړي پوليس افسرانو سره وليدل او د پوليسو قربانۍ او زړورتيا يې وستايله.
نوموړي د پوليسو منسوبينو ته لارښوونه وکړه، چې په پوره دقت سره د خلقو د ژوند او مال ساتنه وکړي.
د امنیتي ځواک مشر وويل چې ايف سي او پوليس به په ګډه کار کوي چې د سيمې د ښه والي او د خلقو د ژوند او مال خونديتوب ډاډمن کړي.






